د جمهور رییس په لارښوونه د هلنمد ولایت معلولیت لرونکو وګړو سره ناسته وشوه
د جمهور رییس په لارښوونه د هلنمد ولایت معلولیت لرونکو وګړو سره ناسته وشوه
نن سه شنبه د (وږي میاشتې ۵) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د جلالتماب جمهور رییس د لارښوونې سره سم د هلمند ولایت معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو سره وکتل او د دوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.
یادو معلولیت لرونکو وګړو د دوی د حقوقو د ځنډېدو، په هلمند کې د اسایشګاوو پر جوړولو، د دې قشر په دندو ګمارلو، د حرفوي زده کړو د اسانتیاوو پر برابرولو، د بایومتریک سیستم پر پیلولو او ځیني نورو مواردو بحث وکړ.
ښاغلي آریوبي ډاډ ورکړ، چې ستونزو او غوښتنو ته به یې رسیدګي وشي، وویل، چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ (د وږي میاشتې ۱۰) په جمهوري ریاست کې د جلالتماب جمهور رییس د هغو ژمنو د عملي کېدو په اړه غونډه بلل شوې، چې دغه ولایت ته د خپل سفر پر مهال یې د هلمند محترمو خلکو سره کړې وې. زیاته یې کړه، چې د دې ناستې یوه برخه د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزې او غوښتنې تشکیلوي.
دا غونډه به د هلمند والي، د دې ولایت د ولسي جرګې وکیلانو او اړوندو وزارتونو د مسولینو په ګډون جوړه او اړین اقدامات به ترسره شي.