د تخار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مالي او اداري چارو نوی عمومي مدیر کارکوونکو ته معرفي او په کار یې پېل وکړ

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۳:۲

په هغه غونډه کې چې د تخار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي عبدالغفور غفوري په مشرۍ جوړه شوې وه، د یاد ریاست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي عبدالغفور غفوري د ياد رياست د مخکیني مدير د رښتیني خدمتونو او صادقانه هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ، د شهیدانو او معلولینو چارو رياست لپاره یې نوی د مالي او اداري چارو عمومي مدیر کارکوونکو ته معرفي او نوموړي ته یې د چارو په ترسره کولو کې د بریالیتوب هيله څرګنده کړه.

په ورته وخت کې د مالي او اداري چارو لپاره نوي ګمارل شوي مدیر هم ژمنه وکړه چې خپل ورسپارل شوي مسؤلیتونه به، په ښه توګه ترسره، د غوره او معیاري خدمتونو وړاندي کولو په برخه کې به پوره هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۹:۲۸
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي په نورستان ولایت کې د یاد وزارت له اړوند رياست د کړنو او فعالیتونو څخه ارزونه پېل کړه

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئيس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد ریاست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم سليم ګل شمشاد او محترم خيبر شيرزاد یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۹:۲۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه ژوند د هوساینې او پرمختګ لپاره مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس او  ژوند د هوساینې او پرمختګ لپاره د مؤسسې مسؤل محترم محمد نعیم روحاني ترمنځ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۸:۳۵
Background image

په دوه سوه (۲۰۰) تنو یتیمانو باندې په کاپیسا ولايت کې خوراکي توکي ووېشل شول

د یتیمانو د ژوند شرایطو د ښه کولو په موخه د کاپيسا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته خوراکي توکي چې په هغه کې شپږ بورې اوړه،. . .

BACK TO NEWS