د برېښنایي تذکرو په وېش کې دې د شهیدانو ورثې او معلولینو ته لومړیتوب ورکړل شي

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۹:۴۸
dd

د برېښنایي تذکرو په وېش کې دې د شهیدانو ورثې او معلولینو ته لومړیتوب ورکړل شي

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رییس احمد جاوید رسولي سره وکتل او د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د برېښنایي تذکرې د وېش پر څرنګوالي یې خبرې وکړې.

ښاغلي فاروقي وویل، چې په مرکز او ولایتونو کې دې د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د برېښنایي تذکرو په وېش کې لومړیتوب ورکړل شي او تر څنګ دې یې دغه بهیر چټک شي تر څو د وزارت اړوند سیستم په غوره توګه تطبیق شي.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، چې په وزارت کې د برېښنایي تذکرو د کارکوونکو تشکیل باید پراخه شي، څو معلولین او د شهیدانو ورثه د تذکرې ترلاسه کولو برخه کې له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي. د دې تر څنګ دې په ولایتونو کې هم د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د تذکرو ترلاسه کولو جلا مرکزونه پرانیستل شي.

ښاغلي فاروقي د سیستم په تطبیق کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تخنیکي همکاري اړینه وګڼله وویل، چې د برېښنایي تذکرو سیستم دې د وزارت له سیستم سره وصل شي، تر څو د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د حقوقو ورکړه کې روڼتیا او اسانتیا رامنځته شي.

ښاغلي رسولي معلولین او د شهیدانو ورثه د ټولنې مستحق وګړي وګڼل وویل، چې د تذکرې د وېش برخه کې به دغه قشر ته لومړیتوب ورکړي او دغه بهیر به چټک کړي تر څو ټول برېښنایي تذکرې ترلاسه کړي. نوموړي ژمنه وکړه، چې یادو غوښتنو ته به رسیدګي وکړي او د حل لپاره به یې ممکن اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS