د بدخشان د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت کې د برېښنايي سيستم د تطبيق پرانيسته وشوه.
د بدخشان د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت کې د برېښنايي سيستم د تطبيق پرانيسته وشوه.
د دغه سيستم پرانیسته له کابل نه د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت څخه د تللي پلاوي په حضور کې ترسره شوه، چې په مرسته به يې په ياد سيستم کې د شهيدانو د کورنيو غړي او معلوليت لرونکي وګړي ثبت او راجستر شي.
ددې سيسټم له پلي کیدو سره سم به د حقوقو د ورکړې په پروسه کې پوره شفافيت رامنځته شي او د خدمتونو په ترسراوي کې به د چټکتيا سبب وګرځي.