خبرتيا
![یس](/sites/default/files/2020-11/123356327_763183657599020_2519661519077431796_o.jpg)
خبرتيا
څرنګه چې معلوليت لرونکي وګړي په جريان کې دي، د معلولينو د اسنادو د بیا کتنې کمېټه د وزارت له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ، د معلولينو اسنادو بیاکتنه او ارزونه پيل کړې او د ارزونې لومړۍ پړاو سرته رسيدلی دی.
نو پر همدې بنسټ، يو ځل بيا د کابل ولايت له محترمو معلوليت لرونکو وګړو څخه هيله کېږي، چې د راتلونکو اجرآاتو د ژر بشپړېدو په موخه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت ته په حضوري ډول تشريف راوړي او خپل معلوليت بياځلې تثبيت کړي، د نه حاضرېدو په صورت کې راتلونکی هر ډول مسوليت به د غيرحاضر معلول پر غاړه وي.
پته: د هوايي ډګر عمومي سړک، د قلعه حياط تمځای، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت
دویم پوړ د اسنادو د څېړنې کمېټه دفتر