اطلاعاتو ته لاسرسی د ښې حکومتوالۍ اصل دی؛ د فساد مخنیوي او روڼتیا ټینګښت کې اساسي نقش لري

sadiq_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۳:۸
dsa

اطلاعاتو ته لاسرسی د ښې حکومتوالۍ اصل دی؛ د فساد مخنیوي او روڼتیا ټینګښت کې اساسي نقش لري

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې زهرا موسوي او ورسره مل پلاوي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي سره اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره د عامه پوهاوي په اړه ناسته وکړه.

ښاغلي آریوبي د یاد کمېسیون له کمېشنرې زهره موسوي او پلاوي مننه وکړه، چې د تېرې ناستې له ژمنې سره سم یې وزارت ته تشریف راوړ، تر څو اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه د وزارت مسولینو ته پوهاوی او معلومات ورکړي. ښاغلي آریوبي اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو حق وګاڼه او په ښې حکومتوالۍ، فساد مخنیوي او روڼتیا رامنځته کولو کې یې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر ارزښت خبرې وکړې.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې آغلې زهره موسوي وویل: اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مخینه ډېره نه ده، خلک یې د فعالیتونو او صلاحیتونو په اړه معلومات نلري، دا یې مسولیت دی، چې د عامه پوهاوي دغه ډول برنامې جوړې او ټولو ادارو سره غونډې ترسره کړي. مېرمن موسوي زیاته کړه، چې اطلاعاتو ته لاسرسی په پرېکړه نیونه کې د ولس پر نقش، حساب ورکونه، فساد مخنیوي، روڼتیا تامین، د خلکو او حکومت تر منځ د باور په ټینګښت ډېر اغېز لري او د ولس ملکیت دی. نوموړې د وزارت له رهبرۍ مننه وکړه، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې کمېسیون سره د اړیکو، همکارۍ او همغږۍ پراختیا او ټینګښت ته ژمن دي.

د یاد کمېسیون د عامه پوهاوي متخصصینو د وزارت مسولینو ته د کمېسیون د دندو او صلاحیتونو او د اطلاعاتو ورکړې د څرنګوالي په اړه پرزنټیشن وړاندې کړ او په دې اړه یې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS