PastShow all
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته ارتقاء وکړه
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د خپلواکه کېدو موضوع د افغانستان د اسلامي جمهوریت په کابینه کې له بحث وروسته د تاییدۍ لپاره د ملي شورا مجلسونو ته ولېږل شوه، چې له نېکه. . .
د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو همکارانو د شهيد ضياء ودان روح ته دوعا وکړه
نن يکشنبه د مرغومې په ۲۸مه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست همکارانو د ارواښاد ضياء ودان روح ته دوعا وکړه.
د بشردوستانه مرستو په لړ کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، پر یو شمیر جګړو ځپلو هیوادوالو د خوراکي توکو مرستې وويشلې
نن سه شنبه، د مرغومي په ۲۳مه، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ د COMAC موسسې د مرکزي دفتر لخوا له جګړو زيانمنو ۳۱ کورنیو ته د خوراکي توکو کڅوړې وویشل شوې.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر د ارشاد، حج او اوقافو وزیر سره په کتنه کې د معلولیت ملي ستراتیژۍ د پلي کولو لپاره په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ
نن سه شنبه د مرغومې په ۲۳مه، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزير لعل الدین آریوبي د ارشاد، حج او اوقافو وزیر مولوي محمد قاسم حلیمي سره وکتل او د معلولیت ملي ستراتیژۍ د تطبیق. . .
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر سره په لیدنه کې د دې وزارت په پروژو او خدماتو کې د معلولینو په مشخصې ونډې ټینګار وکړ
د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير ښاغلي لعل الدین آریوبی، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ له وزیر ښاغلي انورالحق احدي سره وکتل او د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په پروژو. . .
د معلولينو ملي فدراسيون جوړيدل د ټولو معلولينو غوښتنه ده او په دې تړاو هر اړخيزې همکارۍ ته چمتو يو
نن دوشنبه د مرغومې ۲۲مه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي، د معلولينو په چارو کې د جمهور رئيس له سلاکار عمرا خان منيب سره وکتل او د معلينو ملي فدراسيون په. . .
دولتي ادارې بايد د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د حل په موخه ځانګړي پلانونه جوړ کړي
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي،ع د جمهوري رياست د لومړي مرستیال له سلاکار، ښاغلي بصیر محمدي سره وکتل او د دولتي ادارو سره د وزارت له لوري د شوو. . .
په برېښنايي سیسټم کې د شهيدانو ورثې او معلولينو د اسنادو ثبت پروسه دې چټکه شي
نن شنبه د مرغومې په ۲۰مه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د وزارت له برېښنايي سيسټم مسوولينو سره ناسته وکړه.
د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير د معلولينو له يو شمېر استازو سره وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واورېدې
پنجشنبه د مرغومې په ۱۸مه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د معترضو معلولينو استازو سره وکتل او د معلولينو د عرفو، استوګنځيو، کارموندنې، زدکړو، د برېښنايي. . .