د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل، په یادو توکو کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور مواد شامل وو.
یادې مرستې د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم رئيس محترم مولوي علاؤ الدين سعد، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم، د څارنې او ارزونې ریاست استازو او د خیریه مؤسسې د مسؤلینو په شتون کې مستحقو کسانو ته په شفاف او عادلانه ډول ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې وړاندې هم د خیریه بنسټونو او مرستندویه مؤسساتو په همکارۍ زرګونو تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې په مرکز او ولایتونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ويشلي دي.
