په هلمند ولايت کې پر (۹۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي مرستې ووېشل شوې

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۹:۱۵
mmd

د هلمند ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې شپږ ډوله خوراکي توکي ووېشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس محترم الحاج ملا صدو خان حق شناس او د مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په هلمند ولایت کې له سلګونو تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو سره ورته مرستې ترسره شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS