په کنړ ولایت کې له سلګونو تنو یتیمانو سره د خوراکي توکو مرستې ترسره شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۱۵

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (HHRD) نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو یتیم زده کوونکو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې دوه بورې اوړه، وریجې، څلور بوتله غوړي او ځینې نور مواد شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مفتي عبیدالله حقاني یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د وزارت رهبرۍ له ځانګړي شفقت او پاملرنې، همداراز د خیریه مؤسسې له کړیو مرستو یې قدرداني وکړه او په راتلونکي کې د هغوی لپاره د لازیاتو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۹
Background image

د حج سهميې د وېش په موخه د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې قرعه کشۍ ترسره شوه

یاده قرعه کشۍ د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې ترسره شوه، چې موخه يې د شهيدانو ورثه‌ وو ترمنځ د ورکړل شوې حج سهمیې عادلانه او شفاف وېش وو.

د قرعه کشي پر مهال د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۸
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د حج سهمیې د وېش په موخه قرعه کشۍ ترسره شوه

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یو شمېر شهیدانو د ورثه‌ وو لپاره د حج د سهمیې د قرعه‌کشۍ پروسه په بشپړ شفافیت سره، د یاد ریاست د رئیس محترم مولوي باقي‌بالله فضلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۶۰۰) تنو مستحقینو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په (۶۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولينو او اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشلې.

په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وریجې او. . .

BACK TO NEWS