بادغیس کې د پسونو او خوراکي توکو مرسته وشوه

mmd_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۷ - ۹:۵۹
1

بادغیس کې د پسونو او خوراکي توکو مرسته وشوه

د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت نن چهار شنبه د تلې میاشتې په ۱۷ نېټه د کمک موسسې په همکارۍ د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وکړو له نهو کورنیو سره د خوراکي توکو او یو شمېر پسونو مرسته وکړه.

د دې مرستو ټولیزه بیه سل زره افغانۍ وه، چې د یاد آمریت د آمر ښاغلي بسم الله مهجور له لوري پر مستحقو کورنیو ووېشل شوې.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت زمن دی چې د خپلو همکارو مرستندویه موسسو په همکارۍ په ټول هېواد کې معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو سره مختلفې مرستې ترسره کړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۰:۳۰
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس نادعلي ولسوالۍ ته سفر وکړ

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق‌شناس د یوه پلاوي په ملتیا د نادعلي ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د شهید عبدالرؤف اکا د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.

شه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۴
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، چې په‌ هغې کې‌ د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

د پنجشېر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس پريان ولسوالۍ ته سفر وکړ

د پنجشېر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له څرنګوالي څخه د ارزونې په موخه، پريان ولسوالۍ ته. . .

BACK TO NEWS