د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د کورنیو د حقوقو د ورکړې ستونزه به ژر حل شي: ضیاالحق فضلی

mmd_admin
جمعه ۱۳۹۸/۵/۱۱ - ۹:۱۷
1

د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د کورنیو د حقوقو د ورکړې ستونزه به ژر حل شي: ضیاالحق فضلی

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ښاغلي ضیاالحق فضلی د مالیې وزارت معین ښاغلي حبیب ځدراڼ او ویاند ښاغلي شمروز خان مسجدي سره د هغه د کار په دفتر کې وکتل.

ښاغلي فضلي مننه وکړه، چې د مالیې وزارت مشرتابه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له همکارانو سره په ټولو کاري پروسو کې ښه همغږي لري او وړاندیزونه یې په ورین تندي مني، زیاته یې کړه، چې د بودجې ځنډیدل ددې سبب شوی چې د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته ددوي حقوق پروخت ونه رسیږي او په دې اړه یې خپلې اندیښنې ورسره شریکې کړی.

ښاغلي ځدراڼ وویل، چې د مالیې وزارت لخوا ولسي جرګې ته بودجه وړاندیز شوی اوسمهال د څېړنې په حال کې ده، ژمنه یې وکړه، چې د منظورېدو سره هممهاله به یاد وزارت ته د اړتیا سره سمه بودجه واستول شي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې پر (۴) تنو مستحقو کسانو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ د لزوم دید او حکم پر اساس محترم مولوي سید محمد ابوعرفان د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

په کندز ولایت کې (۱۰) تنو مستحقو کسانو زرنج نقلیه وسایط ترلاسه کړل

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو. . .

BACK TO NEWS