په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو نغدي مرسته ترلاسه کړې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۹:۲۸

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د وزې ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، د هرې کونډې لپاره (۷۰۰۰) افغانۍ او د هر یتیم لپاره هم‌ یو اندازه نغدي مرسته ځانګړې شوې وې، چې په منظم ډول (۱۵) تنو کونډو او (۶۰) تنو یتیمانو ته ووېشل شوې.

د مرستو د وېش پر مهال د وزې ځدراڼ ولسوالۍ د شهیدانو او معلولینو چارو مدیر محترم مولوي محمد حنیف افغان او د خیریه بنسټ مسؤلینو شتون درلود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې پر (۴) تنو مستحقو کسانو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ د لزوم دید او حکم پر اساس محترم مولوي سید محمد ابوعرفان د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۴۰
Background image

په کندز ولایت کې (۱۰) تنو مستحقو کسانو زرنج نقلیه وسایط ترلاسه کړل

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو. . .

BACK TO NEWS