په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازو د ښاغلي لعل الدین آریوبی سره ولیدل

mmd_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۸ - ۱۰:۱۴
انځور

د لغمان ولایت د معلولیت لرونکو وګړو او شهیدانو د وارثینو پاتې حقوق به ورکړل شي

نن چهار شنبه په ولسي جرګه کې د لغمان ولایت د خلکو استازو ښاغلي عبدالمنیر تره خېل، زیفنون صافۍ او د ولایتي شورا رییس ښاغلي عتیق الله عبدالرحیمزي او د دې شورا غړي ښاغلي ګلزار سنګروال، د لغمان د شهیدانو او معلولینو چارو آمر بشیر احمد حقپال او لغمان د معلولینو اتحادیې رییس خاکسار نیازي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل او د یاد ولایت د معلولیت لرونکو وکړو او د شهیدانو وارثینو د ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.

په ولسي جرګه کې د لغمان ولایت د خلکو استازي ښاغلي عبدالمنیر تره خېل، مېرمن زیفنون او د ولایتي شورا استازو وویل، چې د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د دې ولایت اکثریت معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته حقوق ورکړي او خپله بودیجه یې لګولې، خو ځینو ته یې حقوق نه دي رسیدلې او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دوی ټینګار وکړ، چې پاتې خلکو ته یې هم باید حقوق پر وخت ورکړل شي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي آریوبي د لغمان له استازو مننه وکړه، چې د خپلو موکیلینو د ستونزو د حل لپاره یې وزارت ته تشریف راوړی وویل: وزارت د ټولو ولایتونو د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د حقوقو د ورکړې په برخه کې ژمن دی او ډېرو ته یې د دوی حقوق پر وخت ورکړي دي او لا د ویش دا لړۍ اوس هم روانه ده. ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې د نوې بودیجې له منظورۍ سره به په لومړي ګام کې د لغمان ولایت پاتې معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته د دوی حقوق ورکړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

په کابل کې له یوه اړمن یتیم سره د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د مسافر وړونکې ریکشا مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو یتیمانو د ملاتړ په موخه، د بشري مرستو د خیریه مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي سبحان‌الله ته د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د یوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د هلمند ولایت پر (١٠) تنو مستحقینو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منیر په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم. . .

BACK TO NEWS