د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۱۳

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج ملا عبدالقاهر فېروز په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په‌ هغې کې‌ د اړوندو  ولسوالیو ټولو مدیرانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم الحاج ملا عبدالقاهر فېروز د اداري نظم پر اهمیت، د بېلابېلو څانګو ترمنځ د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو چارو ته د ښې رسیدنې په اړه خبرې وکړې او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې ورسپارل شوې دندې په بشپړې ژمنتیا او همغږۍ سره ترسره کړي.

د غونډې په پای کې د اړوندو ولسوالیو د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریتونو ترمنځ د دوامدارې همکارۍ په هکله ټینګار وشو او د کارکوونکو صادقانه هڅې هم وستایل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۹:۱۹
Background image

د تخار ولایت په ګلفګان ولسوالۍ کې د یو شمېر شهیدانو له کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ یو پلاوي ګلفګان ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت له کاري بهیر څخه یې ارزونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج ملا عبدالقاهر فېروز په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په‌ هغې کې‌ د اړوندو  ولسوالیو ټولو مدیرانو ګډون کړی وو.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۱۷
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت محمدآغې ولسوالۍ ته سفر وکړ

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد رفیق هاشمي چې د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم مدیر یې ملتیا کوله، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د خدمتونو د وړاندې کولو له. . .

BACK TO NEWS