د میدان وردګو ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د میدان وردګو ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د میدان وردګو ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور پر اساس د دې ولایت اړوند (۳۱۷) شهیدانو د شپږو میاشتو حقوقو د دوی بانکي حسابونو ته لېږدول شوي دي او (۲۳۲۱۷۲۹۷) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې وه. پاتې (۷۵) شهیدانو ته د یو کال لپاره (۳۲۷۳۴۳۴۰) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې او د کاري پروسې له بشپړېدو سره به یې حقوقو بانکي حسابونو ته ولېږدل شي.
(۳۲) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوق ترلاسه کړي دي او دوی ته (۱۵۰۴۵۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. د پاتې (۳) معلولینو حقوق هم د پروسس په حال کې دي او (۱۶۸۹۹۰۰) افغانۍ بودیجه ورته په پام کې نیول شوې ده.
د (۱۲۵۳) ملکي شهیدانو حقوق تر کار لاندې دي او د یو کال لپاره (۵۷۳۸۵۰۰۰) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې ده.
د (۱۸۷۲) ملکي معلولینو حقوق د پروسس په حال کې دي. دوی ته د یو کال لپاره (۹۳۶۵۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.