د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۳۷۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو کورنیو د ملاتړ او د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د ښۍ رسیدګۍ په موخه د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ پر (۳۷۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې اوړه، غوړي او ځینې نور خوراکي توکي په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
یادې مرستې د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید په شتون کې مستحقو کسانو ته ورکړل شوې.
