د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو پلاوي غزني ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر فدايانو (استشهادیانو) کورنېو سره نغدي مرسته ترسره کړه

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۰:۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ يو پلاوي چې د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد انور برادر او د دې وزارت د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد یې ملتیا کوله د غزني ولایت د مرکز په شمول په اندړ، قره باغ، مقر، ګیرو، واغظ، ده یک، خوګیاڼېو، زنخان ولسوالېو کې د فدايانو له (۴۱) کورنېو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې یې واوريدې او له هغوی سره یې نغدي مرسته هم ترسره کړه چې هرې کورنۍ ته پنځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي تر دې وړاندې هم د غزني ولایت په ناوې او ګیلان ولسوالېو کې د فدايانو له کورنېو سره ورته مرستې ترسره کړې وې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۳۰
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي او د مالي او حسابي چارو رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت لپاره نوی آمر معرفي شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید پر اساس محترم ملا عبدالحکیم دانش په دې وزارت کې د شهیدانو او معلولینو چارو د نوي آمر په توګه کارکوونکو ته د مالي او اداري چارو. . .

BACK TO NEWS