د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست د چارو ادارې لوی رئیس سره د دغه وزارت د اصلاحاتو پر میکانیزم بحث وکړ

sadiq_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۹:۴
ss

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست د چارو ادارې لوی رئیس سره د دغه وزارت د اصلاحاتو پر میکانیزم بحث وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له نوماند او سرپرست ډاکټرحمیدالله فاروقي د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي سره په دغه وزارت کې د اصلاحاتو د میکانیزم او د فساد د مخنیوي په اړه بحث وکړ.

ډاکټر فاروقي وویل، چې د جلالتماب جمهور رئیس د لیدلوري له مخې او د قانون په رڼا کې به د شهیدانو او معلولینو وزارت پر یوه ښه مسیر روان شي او په دې اړه د اغیزناکو خدمتونو او فساد ضدې مبارزې پر میکانیزم کار وشي.

د چارو ادارې لوی رئیس په دغه وزارت کې د ډاکټر فاروقي د اصلاحي پروګرامونو په هرکلي سره وویل، چې د اصلاحاتو او فساد ضد مبارزې ترڅنګ دې له سرچینو څخه د معقولې ګټې اخیستنې په اړه هم تمرکز وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۷
Background image

په بلخ ولایت کې د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت اړوند شورتپې ولسوالۍ ته یې سفر پر مهال د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره یې له نږدې وکتل،. . .

BACK TO NEWS