د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (IHH) خیریه مؤسسې تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۳۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (IHH) خیریه مؤسسې د رئيس محترم سلیمان ایپلي ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو، چې موخه ‌یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لاسنیوی، ملاتړ او د هغوی لپاره د مرستو برابرول دي.

د دې هوکړه لیک پر اساس به، په کابل، کندهار، غزني، زابل او هلمند ولایتونو کې (۲۰۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره خوراکي توکي او ژمنۍ البسه چمتو او ووېشل شي.

 د دې پروژې ټولیز ارزښت چې (۷۵) زره او (۵۰۰) ډالره کېږي، د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به تطبیق شي.

د هوکړه‌ لیک د لاسلیک پر مهال، محترم مولوي ثناء الله فرقاني د یادې مؤسسې څخه د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو لپاره د شویو مرستو مننه او قدرداني وکړه او د مؤسسې له مسؤل یې وغوښتل چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ځان‌بسیاینې په برخه کې د مرستو لړۍ نوره هم پراخه کړي، تر څو د دې لارې د شهیدانو کورنۍ او معلولین اقتصادي ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۹
Background image

په لوګر ولايت کې پر (۶۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو وېش

د لوګر ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې  خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۶۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

د کابل ښار په (۳) ناحیو کې د لسو یتیمانو کورنیو لپاره د استوګنې کورونو د جوړولو چارې بشپړې شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د لسو مستحقو یتیمانو د کورنیو لپاره د کابل ښار په (۸) (۹) او (۱۲) ناحیو کې د استوګنې کورونو د جوړولو چارې بشپړې کړې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۱۱
Background image

د کابل ښار په (۱۵) ناحیه کې د معلولینو لپاره د څښاک اوبو شبکه فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند د معلولینو ښارګوټي کې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري، د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ. . .

BACK TO NEWS