د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د دې ولایت په البرز ولسوالۍ کې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو سره له نږدې وکتل
په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي جان محمد حکمت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنۍ نقدي مساعدتونو په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: الحمدلله د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري تر دې دمه د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د وزارت د طرزالعمل مطابق او پرته له هر ډول تبعیض د هغوی میاشتني مساعدتونه ورکړل شوي دي.
په ورته وخت کې د یوې خیریه بنسټ سره په همغږۍ د دې ولایت په البرز ولسوالۍ کې دوه سوه (۲۰۰) د یتیمانو، معلولینو او بېوزله کورنېو باندې د حفظ الصحې ځینې توکي وویشل.