د بامیانو ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور

content_admin
mmf

د بامیانو ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د بامیانو ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور پر اساس د دې ولایت اړوند د (۴۱۹) نظامي شهیدانو له ډلې (۸۰) شهیدانو د شپږو میاشتو حقوقو د دوی بانکي حسابونو ته لېږدول شوي دي او (۲۵۰۹۹۵۱۸) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې وه. د پاتې شهیدانو د حقوقو ورکړې کار په جریان کې دی او ژر به یې بانکي حسابونو ته واستول شي. دوی ته (۳۹۱۸۹۱۴۱) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده.
(۴۲) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوق ترلاسه کړي دي او دوی ته (۲۵۲۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه.
د (۱۳۰۰) ملکي شهیدانو د حقوقو په ورکړې کار روان دي او (۸۰۰۰۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ورته په پام کې نیول شوې ده. همدارنګه (۳۳۰۰) معلولینو ته (۱۸۱۲۰۰۶۰۲) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې، چې د کاری پروسې له بشپړېدو سره به خپل حقوق ترلاسه کړي.

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۴
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روان ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې له منظورېدو سره سم، په ټول هېواد کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بانکي سیسټم له لارې د لومړۍ ربعې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز، چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ هـ.ل کال په لړ کې د یتیمانو، معلولینو او د معلولیت لرونکو وګړو اولادونو لپاره په لاندې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۹
Background image

خبرتیا!

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د تیرې ادارې د وژل شویو نظامي عسکرو پاتې یتیمانو، کونډو او همداراز د تېرې ادارې نظامي معلولینو ته خبر ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال د لمړۍ ربعې . . .

Back to announcements