خبرتیا
خبرتیا
ټولو معلولیت لرونکو وګړو ته خبر ورکول کېږي، چې د پیامبر اعظم (ص) د پیاوړتیا مرکز بیا ځلي په فعالیت پیل کړی دی. دغه مرکز هره ورځ
- د داخلې
- غوږ او ستوني
- سترګو
- اورتوپیدي
- ذهني او رواني ناروغیو
- ورزشي
او نورو مهمو برخو کې معلولیت لرونکو وکړو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.
له ټولو معلولینو غوښتنه کېږي، چې که چېرې پورته ناروغیو سره مخامخ یاست؛ د درملنې لپاره د پیامبر اعظم د پیاوړتیا مرکز ته مراجعه وکړئ.
مسلکي او متخصص ډاګټران د نویو او عصري روغتیایي وسایلو سره ستاسو محترمینو په چوپړ کې دي.
درملنه په وړیا ډول ترسره کیږي.
ادرس: دارالامان عمومي سړک، د افغان - جاپان روغتون تر څنګ