د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

asad_admin
Wed, Mar 25 2026 8:34 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲۷) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د‌ خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وېشلي، په دې مرستو کې خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، وریجې، نور مواد، نغدي مرستې، د حفظ الصحې توکي، اختریزې ډالۍ، د معلولیت لرونکو وګړو لپاره ویلچرونه او د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه نورې مرستې شاملې وې، د دغو مرستو له برکته د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د زرګونه اړمنو کورنیو ملاتړ شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې وړاندې هم د مرکز په شمول د هېواد په ټولو ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو زرګونو کورنیو ته خوراکي توکي، نغدي مرستې، ویلچرونه، ژمنۍ البسه او د اقتصادي ځان بساینې په برخو کې مرستې ترسره کړي دي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS