د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوند ریاست ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم قاري عنایت الله مولوي زاده د یتیمانو، کونډو او معلولینو د کورونو د سروې پرڅرنګوالي خبرې وکړې، له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې ورسپارل شوي مسؤلیتونه په بشپړ دقت، ژمنتیا او پوره همغږۍ سره ترسره کړي، د بېځایه غیرحاضري څخه ډډه وکړي ترڅو خدمتونه په مؤثر او معیاري ډول مراجعینو ته وړاندې شي.
