د بغلان ولایت برکۍ او نهرین ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس سفر

asad_admin
Sat, Feb 07 2026 12:19 PM

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر څخه د ارزونې په موخه د برکۍ او نهرین ولسوالیو ته سفر وکړ، هلته یې د یادو ولسوالیو مدیرانو ته د مجردو شهیدانو د تثبیت او ثبت د څرنګوالي او د ځینو نورو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې.

محترم ملا احسان الله عابد په برکۍ او نهرین ولسوالیو کې د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریتونو له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د وړاندې شویو خدمتونو څخه هم ارزونه ترسره کړه، د یو شمېر شهیدانو کورنیو سره یې له نږدې وکتل د هغوی ستونزې او غوښتنې واوریدې او ورسره یې نغدي مرستې هم ترسره کړې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS