د پنجشېر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس پريان ولسوالۍ ته سفر وکړ

asad_admin
Sat, Jan 17 2026 9:31 AM

د پنجشېر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له څرنګوالي څخه د ارزونې په موخه، پريان ولسوالۍ ته سفر وکړ، هلته یې د شهیدانو او معلولینو چارو مدیريت چارې له نږدې وارزولې.

د دې سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو له (۱۶) کورنیو سره یې هم له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې واوريدې او ورسره یې ژمنۍ مرستې هم ترسره کړې.

د یادونې وړ ده چې د یادې ولسوالۍ د شهیدانو کورنیو او د معلولیت لرونکو وګړو هم د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د پاملرنې او رسیدګۍ څخه خوښي څرګنده کړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS