د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Sat, Jan 03 2026 9:32 AM

د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د کارکوونکو د کاري ظرفیتونو د لوړولو پروګرام چې عملاً په کې (۶۴) تنه کارکوونکي د مدیریت پیژندنې، اداري مراسلاتو، راپور لیکنې، مالي مدیریت، پروپوزل لیکنې او د څارنې او ارزونې په برخو کې په زده کړو بوخت دي، د تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې، همداراز د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د احکامو، فرامینو د تعقیب او نظارت لوی رياست او د تفتیش عالي ادارې د سپارښتنو د تطبیق او ځواب، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تشکیلاتو راتلونکې عمومي دفاعیې لپاره د چمتوالي او د ښوونیز پروګرام ګډونوالو ته د تصدیق‌ پاڼو د وېش په اړه هم لازمې سپارښتنې وکړې.

په دې غونډې کې ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او د يادو چارو د ښه ترسره کولو په موخه هغوی ته د محترم مولوي محمد موسی صدیقي له لوري لازمې لارښوونې وشوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS