د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (۶۴) تنو کارکوونکو لپاره د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل شو

asad_admin
Sun, Dec 21 2025 11:41 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د (ASPS) مرستندویه مؤسسې په همغږۍ د (۶۴) تنو کارکوونکو د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل کړ.

په دې سیمینار کې د وزارت مرکزي کارکوونکو ته مهم موضوعات لکه د ادارې او مدیریت اصول، اداري مراسلات، مالي مدیریت، پروپوزل لیکنه او همدارنګه د څارنې او ارزونې په برخو کې د مجربو استادانو له‌ خوا تدریس کېږي.

د سیمینار د پرانیستې په پروګرامکې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د (ASPS) مؤسسې رئیس محترم انجنیر طارق، یو شمېر آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

محترم مولوي کلیم الله افغان په دې پروګرام کې د مسلکي پوهې د ترلاسه کولو پر اهمیت او اړتیا خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ چې د کارکوونکو د ظرفیتونو لوړول، د خدمتونو د کیفیت ښه ‌والي او د اداري چارو د مؤثریت او مثمریت په برخه کې بنسټیز رول لري.

د مالي او اداري چارو عمومي رئيس وويل: د دې ډول ارزښتناکو سیمینارونو په لاره اچول معیاري مدیریت ته لاره هواروي او اداري نظام له دودیز مدیریت څخه حسابده او ځواب‌ویونکي مدیریت ته اړوي. همداراز دا ډول پروګرامونه د کارکوونکو د وړتیاوو د ودې لامل ګرځي او مراجعینو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابروي.

په دې پروګرام کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د سیمینار اساسي موخې تشریح کړې او د ښوونیزو پروګرامونو پر ارزښت یې خبرې وکړې، هغه یې د وزارت د اداري سیستم د پیاوړتیا لپاره یو اغېزمن ګام وباله او یادونه یې وکړه چې د کارکوونکو چارو ریاست تل د مرکزي او ولایتي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره هڅې ترسره کړي دي.

هغه د  (ASPS)مرستندویه مؤسسې له مسؤل څخه د مننې ترڅنګ، د وزارت د کارکوونکو لپاره یې د لا زیاتو پروګرامونو د پراختیا غوښتنه وکړه.

محترم مفتي عبدالاحد مسعود د نبوي (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) احادیثو په رڼا کې د فرصتونو او امکاناتو د ارزښت په اړه اصلاحي وینا وکړه او له کارکوونکو یې وغوښتل چې خپل وخت بې ځایه ضایع نه کړي، د مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي او له هغو فرصتونو او امکاناتو څخه چې وزارت ورته برابر کړي دي، په ښه توګه ګټه واخلي، همدارنګه نوموړي د مؤسسې له مسئولینو هم مننه او قدرداني وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS