د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس تخار ولايت ته سفر وکړ

asad_admin
Sat, Nov 15 2025 9:40 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره کړه، په دې پلاوي کې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د دعوت او ارشاد ریاست کارکوونکی محترم مولوي سخي جان هم شامل دي.

محترم مفتي عبدالاحد مسعود د دعوت او ارشاد ریاست اړوند د تعلیمي نصاب په عملي کیدو ټینګار وکړ او د مبارکو احادیثو په رڼا کې د دیني زده کړو پر ارزښت او اهمیت مفصلې خبرې وکړې.

همداراز محترم مولوي محمد امین درویش د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کارکوونکو سره په لیدنه کې یادونه وکړه چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپل شفقت پر اساس نه یوازې زموږ د دنیوي ژوند په اړه فکر کوي، بلکې د اخروي کامیابۍ په اړه هم پاملرنه لري او زمینه یې برابره کړې ده چې موږ په رسمي وختونو کې د الله جل جلاله دین زده کړو او د هغه زده کړې په ورځني ژوند کې هم عملي کړو.

د‌ یادونې وړ ده چې د‌ تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې د دعوت او ارشاد له مسؤل سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS