د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د استراتيژیکو مطالعاتو او پالیسۍ (ASPS) مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۷۲) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
Mon, Sep 22 2025 9:18 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو په ژوند کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د هغوی د اقتصادي ملاتړ په موخه، د افغانستان د استراتيژیکو مطالعاتو او پالیسۍ (ASPS) مؤسسې سره د (۷۲) میلیونه (۶۷۷) زره او (۶۸۰) افغانیو په ارزښت چې معادل یې یو میلیون (۵۵) زره او (۵۹۴) ډالره کېږي د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د افغانستان د استراتيژیکو مطالعاتو او پالیسۍ (ASPS) مؤسسې رئیس محترم محمد طارق غیرت ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې په کابل، هرات، بامیان او دایکندي ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو له کورنیو څخه (۱۲۰۰) تنو مستحقینو ته د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د حرفوي زده کړو پروګرامونه په بېلابېلو برخو لکه خیاطي، د موټر سایکل ترمیم، نلدواني، کرنې، د چرګانو ساتنې او نورو اړوندو برخو کې پیل شي.

د یادو پروګرامونوګډونوال به د مسلکي ښوونکو تر لارښوونې لاندې عملي او تیوري زده کړې ترلاسه کړي، د پروګرام له بشپړولو وروسته به اړین وسایل او لوازم ورکړل شي او هغوی به د کوچنیو کاروبارونو پر لاره اچولو سره اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسېږي، یاده پروژه به د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ د (۱۰) میاشتو په موده کې تطبیق شي.

همداراز د دې هوکړه لیک له مخې به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند (۵۰) تنو کارکوونکو ته د کاري ظرفیت لوړولو په برخو کې هم زده کړې ورکړل شي.

محترم ملا صدوخان حق ‌شناس د هوکړه‌ لیک د لاسلیک پر مهال د مؤسسې له مسؤلینو څخه د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د پاملرنې له امله مننه او قدرداني وکړه او له هغوی وغوښتل چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د اقتصادي پياوړتیا په برخو کې ورته نورې پروژې هم پیل کړي تر څو هغوی له اقتصادي اړخه په ځان بسیا او د خپل ژوند ستونزې خپله حل کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS