د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو رئیس د افغانستان لپاره د بریتانیا ون نېشن (ONUKA) مؤسسې له رئیس سره وکتل

asad_admin
Sun, Sep 21 2025 8:55 AM

د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د بریتانیا د ون نېشن (ONUKA) مؤسسې له رئیس محترم مفتي یوسف ابراهیم اکودي سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د همکاریو د پراختیا او یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د لا زیاتو مرستو د برابرولو په هکله یې هر اړخیز بحث وکړ او د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ستونزو د حل او د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا په موخه هم د عملي برنامو پر تطبیق خبرې وشوې.

محترم مفتي یوسف ابراهیم اکودي ژمنه وکړه چې یاده مؤسسه به د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ستونزو د هوارولو او د هغوی د ژوند ښه کولو په برخه کې له هر ډول همکارۍ ډډه ونه کړي.

په پای کې د محترم مفتي یوسف ابراهیم اکودي له لوري یو شمېر یتیمانو سره نغدي مرسته هم ترسره شوه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS