د‌ لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له فعاليتونو او اجراآتو څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
Thu, Jul 10 2025 9:17 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوي چې د‌ کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صديقي او د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امين دروېش یې ملتيا کوله، د‌ لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له کاري بهیر څخه یې هر اړخيزه ارزونه ترسره کړه.

د دې ارزونې پر مهال لمړۍ محترم مولوي محمد موسی صديقي، بېا محترم مفتي عبدالاحد مسعود او ورپسې محترم مولوي محمد امين دروېش د ادارې د فعالیتونو د لا ښه تنظیم، د کارونو د پرمختګ او د اصولو د بشپړ مراعاتولو پر اهمیت خبرې وکړې او ټينګار یې وکړ چې د اسلامي امارت پالیسۍ ته ژمنتیا، د نافذه قوانینو پلي کول او د دعوت او ارشاد د قانون تطبیق باید د هرې ادارې د ورځنیو چارو مهمه برخه وي.

په پای کې د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وشوه چې د دعوت او ارشاد چارې په ښه توګه ترسره کړي او خپل صورت او سیرت د اسلامي شریعت له اصولو سره برابر وساتي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS