د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (YAAR) خیریه مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
Sat, Jun 14 2025 10:35 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه، د (YAAR) خیریه مؤسسې سره د (۱۳) زره او (۹۶۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.

د همکارۍ دا هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (YAAR) خیریه مؤسسې مرستیال محترم صدیق الله توخي تر منځ لاسلیک شو چې د کابل او ننګرهار ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به تطبیق شي.

د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم ملا صدوخان حق شناس د یادې مؤسسې له مرستیال څخه یې وغوښتل چې یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو د زمینې برابرولو په برخه کې لازمه همکاري وکړي، تر څو په دې سره یاد اړمن قشر د اقتصادي پلوه په ځان بسیا او د خپلو کورنيو لپاره په خپله حلال رزق وګټي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS