د پکتیکا ولایت شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته نوي رئیس معرفي شو

asad_admin
Sat, Jun 14 2025 10:30 AM
mmd

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز له مخې، محترم مولوي محمد حنیف سيف الخالد د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د نوي رئيس او محترم حافظ عبدالکریم په همدې رياست کې د آمر په توګه اړوند‌ کارکوونکو ته په رسمي ډول معرفي او خپلې چارې يې پیل کړې.

د معرفي په غونډه کې د کارکوونکو چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صديقي، د وزارت د‌ مقام د دفتر رئيس محترم مولوي شاه محمد دوست او ځنیو ولايتي مسؤلينو حضور درلود.

په دې پروګرام کې د کارکوونکو چارو رئيس محترم مولوي محمد موسى صديقي په ځینو مهمو اداري مسایلو بحث وکړ او د پخواني رئیس، محترم مولوي محمد نبي وهاج، د خدمتونو  څخه یې مننه او قدرداني څرګنده کړه، وروسته يې د دې ریاست ټولو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې په بشپړ دقت او جديت سره خپلو دندو ته پام وکړي ترڅو د ریاست اهداف په مؤثره توګه تحقق ومومي.

همدارنګه د وزرات د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست هم مسؤلیت امتیاز نه بلکه یو ستر امانت وباله او ټینګار یې وکړ چې ټول باید خپلو دندو او مسؤلیتونو ته ژمن پاتې شي او هېڅکله هم غفلت او بې پروايي ونه کړي.

د پکتیکا ولايت مقام اداري آمر محترم مولوي اسامه هم په دې غونډه کې خبرې وکړې د پخواني رئیس کارونه او هلې ځلې يې وستایلې او له نوي رئيس سره يې د ولایت مقام په استازيتوب د ګډ کار او همکاري ژمنه وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS