د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس رسماً معرفي او دنده یې پیل کړه

asad_admin
Tue, May 27 2025 10:09 AM
mmd

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء‌ عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز له مخې، محترم مولوي محمد رسول وطن مل د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه کارکوونکو ته معرفي او دنده یې رسماً پیل کړه.

د معرفي دا غونډه چې د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې جوړه شوې وه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د پکتیا ولایت مرستیال والي محترم شیخ صلاح الدین ایوبي،

د وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د اړوند ریاست مرکزي او د ولسوالیو کارکوونکو حضور درلود.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت پلاوي د پخواني رئیس محترم مولوي محمد نبي محمدي له صادقانه او مخلصانه خدماتو مننه وکړه او نوي رئیس ته یې د ښه خدمت کولو تر څنګ د پخواني رئیس د پاتې پلانونو د تطبیق سپارښتنه هم وکړه.

همداراز محترم مولوي محمد رسول وطن مل هم له خپله اړخه د چارو ښه پرمختګ او مراجعینو ته د اصولو او طرحو مطابق د ښو او پر وخت د خدماتو وړاندې کولو ډاډ ورکړ.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS