د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د کندهار ولایت له یو شمېر معلولینو سره نغدي مرسته ترسره کړه

asad_admin
Tue, May 13 2025 9:15 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ يو پلاوي، چې د معلولینو د تثبیت آمر محترم حافظ عبدالکریم یې ملتیا کوله، کندهار ولایت ته، د هغو (١٥) تنو مجاهد معلولینو پوښتنې او لیدو ته ورغی، چې د تېر شل کلن اشغال پر مهال یې د خپل بدن دوه غړي له لاسه ورکړي وو.

د دې لیدنې پر مهال، د یادو معلولینو ستونزې او غوښتنې واوریدل شوې، د هغوی سره د همدردي او خواخوږي ترڅنګ، یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

یادې نغدي مرستې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي شفقت او مهربانۍ پر اساس، د هغو (۶۵) تنو مجاهد معلولینو لپاره ځانګړې شوې دي چې د شل کلن اشغال پر مهال یې د خپل بدن دوه غړي له لاسه ورکړي وو، دغه مرستې د شفافې قرعه‌ کشۍ له لارې تنظیم شوې دي او دا (۱۵) تنه معلولین هغه کسان وو چې نومونه یې په قرعه کشي کې راوتلي وو.

د یادونې وړ ده چې محترم مولوي کلیم الله افغان تر دې وړاندې په غزني، زابل او هلمند ولایتونو کې هم ورته مجاهد معلولینو سره نغدي مرستې ترسره کړې وې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS