د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د کونډو مېرمنو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه غونډه جوړه شوه

asad_admin
Sat, May 03 2025 9:44 AM

په هغه غونډه کې چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ، د کونډو مېرمنو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د صحي تغذیې مرستندویه مؤسسې له مسؤلینو سره جوړه شوې وه، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناءالله فرقاني او د بهرنيو اړیکو او پلان رياست کارکوونکو هم په کې حضور درلود.

محترم مولوي کلیم الله افغان په دې غونډه کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي او د دې قشر لپاره د میاشتني نغدي مساعدتونو د ورکولو بهیر په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

همداراز په دې غونډه کې د کونډو مېرمنو لپاره د کورنۍ نانوایي د جوړولو پروژې د پلي کولو پرڅرنګوالي هم خبرې وشوې یاده پروژه به د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د کونډو مېرمنو لپاره پلي شي، د دې نوښت اصلی موخه د کونډو مېرمنو ملاتړ او د اقتصادي ځان بسیاینې په برخه کې له هغوی سره د مرستو ترسره کول وښودل شول.

د غونډې په پای کې د صحي تغذیې مرستندویه مؤسسې له مسؤلینو څخه وغوښتل شول چې د دې پروژې سربېره، د معلولینو لپاره هم ورته نور پروګرامونه په پام کې ونیسي، ترڅو هغوی هم د اقتصادي فرصتونو څخه برخمن شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS