د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Tue, Apr 08 2025 10:10 AM
mmd

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم علي خان احمدي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو څانګو ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم علي خان احمدي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو پر څرنګوالي، په چارو کې د سلسلې مراتب مراعاتولو، د کاري پلان او د دندو لایحو سره سم د سپارل شويو مسؤلیتونو د ترسره کولو او د نورو په چارو کې د بې ځایه مداخلې څخه د مخنیوي په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې.

همداراز د دې غونډې په ترڅ کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د سروې بهیر د پېل کولو څرنګوالی وڅېړل شو او په پای کې د اړوندو برخو کارکوونکو نظرونو او وړاندیزونه هم واوریدل شول.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS