د سمنګان ولایت والي د سلو (۱۰۰) څخه زیاتو یتیمانو لپاره د روژه ماتي ځانګړی پروګرام ترتیب کړ

asad_admin
Thu, Mar 27 2025 9:25 AM

د سمنګان ولايت والي محترم الحاج داملا محمد شعیب رسالت د اسلامي امارت د شهیدانو د یادونې په مناسبت د سلو (۱۰۰) څخه زیاتو یتیمانو لپاره د روژه ماتي ځانګړی پروګرام ترتیب کړ.
د دې پروګرام په ترڅ کې د سمنګان ولايت والي یتیمانو ته د اختر لپاره د جامو او ډالېو د ورکړې ترڅنګ د هغوی سره خواخوږۍ او همدردي وکړه او وې ویل: په هېواد کې امنيت او آرامي د شهیدانو د وینو برکت دی او ټول ملت باید د هغوی قدر وکړي.
نوموړي یتیمانو ته ډاډ ورکړ چې تر هغو چې په سمنګان ولایت کې وي، د هغوی د هر ډول ستونزو په حل کې به ورسره مرسته وکړي.
په دې پروګرام کې د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو رئیس محترم قاري قیام‌الدین خالد د یاد ولایت له والي څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د شهیدانو ورثه وو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي، ترڅو په سمه توګه د هغوی ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي وشي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS