په خوست ولایت کې پر (۱۵۰) مستحقو کورنيو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

asad_admin
Sat, Mar 08 2025 10:03 AM

د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د قمر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۱۵۰) کورنيو باندې د روژې مبارکې میاشتې به مناسبت، مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي مواد شامل وو، په منظم ډول ووېشل.

د مرستو د وېشلو پر مهال د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د مرستو د چمتوکولو په پار د یاد خیریه بنسټ له مسؤلینو مننه او قدرداني وکړه.

په ورته وخت کې هغو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست او د قمر خیریه بنسټ له کړیو مرستو خوښي څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې د رمضان المبارک په میاشت کې له دوی سره لازیاتې مرستې ترسره شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS