د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره د یتیمانو د ملاتړ په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې رئیس محترم محمد ذوالقرنین عباس ترمنځ لاسلیک شو، چې پر اساس به یې، په کابل ولایت کې (۷۶۵) تنو یتیمانو لپاره اختریزې کڅوړۍ چمتو شي، په دې ترتیب، هر یتیم ته به د (۳۰۲۵) افغانيو په ارزښت جامې، بوټان او نور وسایل ورکړل شي.
د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم ملا صدوخان حق شناس یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو د چمتو کولو په پار د یادې مؤسسې له مسؤل څخه مننه وکړه او له هغه یې وغوښتل چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د دې اړمن قشر لپاره لازمې مرستې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې ټولیز ارزښت (۳۶) زره او (۷۷۶) امریکایي ډالره کېږي او د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست سره په همغږۍ به تطبیق