په ننګرهار ولایت کې ( ٥٠٠) تنو مستحقو کسانو ته مرستې وویشل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو کسانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د یوه خیریه بنسټ سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (٥٠٠) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په مرستو کې اته (۸) ډوله خوراکي توکي شامل وو.
یادې مرستې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک او د خیریه بنسټ د مسؤلینو په شتون کې په منظم ډول ووېشل شوې.
محترم محمد صابر ځواک د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د مرستو چمتو کولو په پار د یاد خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه مننه وکړه او د دې قشر لپاره یې د لازياتو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.