د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د څه باندې اووه نوي میلیونه (۹۷) افغانيو په ارزښت د (HHRD) مؤسسې سره دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

asad_admin
Wed, Jan 22 2025 11:40 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او هغوی ته د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د (HHRD)مؤسسې سره د (۹۷) میلیونه، (۴۷) زره او (۵۶۰) افغانیو په مجموعي ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

یاد هوکړه لیکونه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (HHRD)  مؤسسې رئیس محترم عبیدالله فیصل تر منځ لاسلیک شول چې د یوه هوکړه لیک له مخې به، (۴۰) زره او (۲۱۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په کابل، ننګرهار، لغمان او پروان ولایتونو کې صحي خدمتونو وړاندې شي او همداراز په غور او تخار ولایتونو کې به، (۲۵۰) تنو مستحق معلولینو ته ویلچرونه هم ووېشل شي.

همداراز د دویم هوکړه لیک له مخې به (۲۸۰۰) تنو یتیمانو او معلول ماشومانو ته، په کابل، لغمان، ننګرهار، کنړ او پروان ولایتونو کې د خوراکي توکو د وېشلو ترڅنګ، روغتیایي، تعلیمي او ټولنیز خدمتونه هم وړاندې شي.

د هوکړه لیکونو د لاسلیکولو پر مهال، محترم ملا صدوخان حق شناس د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او هغه یې د ټولنې د هر وګړي ګډ مسؤلیت وباله، نوموړي همداراز د HHRD مؤسسې له رئیس څخه مننه وکړه او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې یې د یادې مؤسسې د مسؤلینو هلې ځلې وستایلې.

د یادونې وړ ده، چې یاد هوکړه لیکونه به د یو کال په موده کې په منظم ډول تطبیق شي او یتیمان، کونډې او معلولین به د وړاندې شویو خدمتونو څخه په ښه ډول برخمن شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS