د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د داخلي تفتیش ریاست پلاوي خوست ولایت ته سفر وکړ

asad_admin
Sun, Jan 12 2025 10:19 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د داخلي تفتیش آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ یو پلاوي د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د ترسره شويو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي پېل کړه، خوست ولایت ته د پلاوي اصلي موخه د ترسره شويو کړنو د کیفیت او شفافیت معلومول دي تر څو د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې شته نیمګړتیاوې په نښه او هغوي ته په بشپړه توګه رسیدګي وشي.

د بررسي پر مهال محترم مولوي امان الله جمالي د یاد ریاست کارکوونکو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل ترڅو ورسپارل شوې چارې په پوره اخلاص او امانتدارۍ ترسره کړي او هر وخت د جماعت د لمانځه پوره اهتمام وساتي.

په ورته وخت کې د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم احسان هم په چارو کې د شفافیت تأمین په برخه کې د تفتیش په ارزښت او اهمیت باندې مفصلې خبرې وکړې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS