د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د داخلي تفتیش ریاست پلاوي خوست ولایت ته سفر وکړ

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۰:۱۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د داخلي تفتیش آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ یو پلاوي د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د ترسره شويو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي پېل کړه، خوست ولایت ته د پلاوي اصلي موخه د ترسره شويو کړنو د کیفیت او شفافیت معلومول دي تر څو د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې شته نیمګړتیاوې په نښه او هغوي ته په بشپړه توګه رسیدګي وشي.

د بررسي پر مهال محترم مولوي امان الله جمالي د یاد ریاست کارکوونکو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل ترڅو ورسپارل شوې چارې په پوره اخلاص او امانتدارۍ ترسره کړي او هر وخت د جماعت د لمانځه پوره اهتمام وساتي.

په ورته وخت کې د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم احسان هم په چارو کې د شفافیت تأمین په برخه کې د تفتیش په ارزښت او اهمیت باندې مفصلې خبرې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه د افغانستان لپاره د إناره خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

یاد هوکړه لیک د (۳) میلیونه او (۶۳۲) زره او (۳۰۰) افغانيو په ارزښت د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدو خان حق شناس او د افغانستان لپاره د إناره مؤسسې مسؤل محترم اکرام. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۶
Background image

په کندهار ولایت کې د یو شمېر فدایانو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ يو پلاوی چې په ترکیب کې د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امين دروېش، د خاصو شهیدانو آمر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۹:۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د څه باندې پنځه میلیونه افغانېو په ارزښت د(HHRD) خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، پالیسۍ او بهرنيو اړیکو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (HHRD) خیریه مؤسسې سوپروایزر محترم عبیدالله احمدي ترمنځ لاسلیک. . .

BACK TO NEWS