پنځوس (۵۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې په پروان ولایت کې ویلچرونه ووېشل شول
د یوې خیریه موسسې له لوري د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ، پنځوس (۵۰) تنو معلولینو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه ویلچرونه ووېشل شول.
د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم عبدالاحد سعد د یادې مؤسسې څخه د مننې تر څنګ له نورو خیریه بنسټونو هم وغوښتل چې دې اړمنو کسانو ته لا زیاتې مرستې برابرې کړي.