د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د کارکوونکو د بایوګرافیک پروسې د تطبیق پر څرنګوالي غونډه جوړه شوه

asad_admin
Mon, Oct 21 2024 8:38 AM
mmd

یاده غونډه چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو په ریاست کې جوړه شوې وه،  په هغه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د چارو ادارې لوې ریاست د کادري چارو، اصلاحاتو او د امارتي تشکیلاتو د بیاکتنې رئیس محترم سید محمد حنفي، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د بشري سرچینو د اطلاعاتو د سیسټم آمر محترم محمد حنیف حفاظ، د (HRMIS) سیسټم د پلي کولو کارپوهانو او د دې وزارت د بشري سرچینو ریاست اړوند کارکوونکو حضور درلود.

په پېل کې، د دې وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د ډیجیټال سازۍ پروسې د روڼتیا او شفافیت په تامینولو، د اسانتیاوو رامنځته کولو او هېوادوالو ته د باکیفیته او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې خورا مهمه وبلله او د یادې پروسې پر پلي کولو یې ټینګار وکړ.

ورپسې د کادري چارو، اصلاحاتو او د امارتي تشکیلاتو د بیاکتنې رئیس محترم سید محمد حنفي هم د کارکوونکو د استخدام او بایوګرافیک پروسې د ارزښت په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د بایوګرافیک د پروسې پلي کول په وزارتونو او اداراتو کې د چارو د ښه والي، کیفیت لوړولو، د اداري رازونو د مصؤنیت، د خیالي بستونو او د اداري فساد د له منځه وړلو سبب ګرځي.

د دې پروګرام په ترڅ کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د وزارت اړوند د مرکزي او ولایتي بستونو لپاره په پښتو او دري ژبو د دندو لایحو ترتیبول، په HRMIS سیسټم کې د کارکوونکو د سوانحو درج کول، د کارکوونکو د کاري ظرفیتونو لوړولو په موخه په بېلابېلو برخو کې د روزنیزو سیمینارونو او ورکشاپونو په لاره اچول، د کارکوونکو د معلوماتو د ثبتولو په موخه د آفلاین سیسټم جوړول یې د دې ریاست له مهمو لاسته راوړنو څخه وشمېرل او د کارکوونکو د بایوګرافیک سیسټم د پلي کولو په برخه کې یې د پوره هڅو ژمنه وکړه.

د غونډې په پای کې د بشري سرچینو ریاست اړوند کارکوونکو ته د بایوګرافیک/ د استخدام پروسې د طی مراحل کولو په هکله د پرزینټیشن له لارې هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS