د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لومړنېو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د زرغون لیدلوري څیړنیزې او ملاتړ

nasrat_admin
Sat, Sep 07 2024 3:43 PM
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د زرغون لیدلوري څیړنیزې او ملاتړ (GVRAO) مؤسسې مسؤل محترم قدرت الله صافي تر منځ لاسلیک شو، چې د هغه له مخې به، په کابل، پروان، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې (۱۵۰۰) تنو یتیمانو ته نغدي مرستې  ترسره شي او په دې ترتیب به، هر یتیم درې سوه (۳۰۰) امریکايي ډالره او همداراز د البسو مرستې ترلاسه کړي.

محترم ملا صدوخان حق شناس د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د یادې مؤسسې له مسؤل څخه مننه وکړه او له هغه څخه یې وغوښتل چې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته چې د ټولنې اړمن قشر دی، د لاښو خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې محترم قدرت الله صافي د یادې مؤسسې د تېرو فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د لازیاتو مرستو د برابرولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټولیز ارزښت (۵۵۶) زره او (۷۵۰) امریکایي ډالره کیږي چې په پورتنېو ذکر شوېو ولایتونو کې به تطبیق کړل شي.

وزارت امور شهدا و معلولین تفاهمنامۀ را به منظور رفع نیازمندی های اولیه زندگی ایتام با مؤسسه تحقیقی و حمایتی چشم انداز سبز امضأ نمود

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS