د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو د فزیکي بیاځواکمنتیا موندنې په موخه د کابل ارتوپيدیک مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
Mon, Aug 26 2024 2:06 PM
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د کابل ارتوپيدیک مؤسسې د مرستیال محترم سید عالم هاشمي تر منځ لاسلیک شو، د هغه پر بنسټ به، په کابل ولایت کې درې زره او پنځه دیرش (۳۰۳۵) تنو معلولیت لرونکو وګړو ته د فزیوتراپي، د مصنوعي غړو د ترمیم، د معلولینو لپاره د کمکي وسایلو د چمتو کولو او جوړولو او همداراز د معلولیت او فزیکي بیاوړتیا موندنې په هکله د عامه پوهاوي او په ځینو نورو برخو کې خدمتونه وړاندې شي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې ټوليز ارزښت یو لک، اووه زره، اته سوه دوه شپېته (۱۰۷۸۶۲)  امریکائي ډالره دی چې د یوه کال په موده کې به د کابل ولایت په ټولو ولسوالېو کې تطبیق شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS